دا ځل د “زرغون میراث” نهال‌کاري کمپاین لوګر ته ورسید!

د زرغون میراث نهال‌کاري کمپاین په دوام، د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاتفورم (CECOP) او د اړیکو دفتر (TLO) په لوګر کې د تحصیلاتو د عالي موسسې په ګډون د نهال‌کاري پروګرام ترسره کړ.

د پروګرام په ترڅ کې د لوګر د تحصیلاتو عالي موسسې رئیس د CECOP دې ابتکار ستاینه وکړه او دا ګام یې د هېواد د شنه‌والي، د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې او د ځوانانو د پوهاوي لوړولو لپاره مثبت وبللو.

د CECOP غړو ګډونوالو ته د نهال غرس اهمیت د دین مقدس اسلام او علمي نظر له مخې تشریح کړ او محصلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د نهالونو د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

راځئ چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې او د راتلونکو نسلونو لپاره د پاک چاپېریال د جوړولو په موخه په دې کمپاین کې برخه واخلو!

#CECOP
#PlantationCampaign
#Afghanistan