د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاتفورم (CECOP)
د اقلیم او چاپیریال د همغږۍ پلاټفورم یا CECOP دا ځل د افغانستان ختیځ زون په کونړ ولایت کې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې غونډې په ترڅ کې پرتمینه برنامه ترسره کړه.نوموړې برنامه نن د جون میاشتې په پنځمه چې د روان هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون لري د کنړ ولایت په زړه اسعداباد کې سرته ورسیده، چې په کې د نوموړي ولایت د کڼر سیدجمال الدین افغان پوهنتون محترمو استادانو، محصلینو، د ځنګلونو ساتنې کمیټې غړو او د نوموړي ولایت د بیلابیلو سیمو مخورو، سپین ږیرو او مشرانو ګډون کړی وو. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او په جریان کې یې محترمو ګډونوالو ته د اقلیم بدلون، په نړۍ او افغانستان باندې د اقلیم بدلون اغېزې، د افغانستان ځنګلونو ته هراړخیزه کتنه: اهمیت، ستونزې او حل لارې، د پېښو په مخنیوي کې د ځنګلونو رول ،د ځنګلونو ساتنې لارې چارې او د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې تر عنوانونو لاندې علمي او په زړه پورې پریزنټیشنونه او معلومات وړاندې شول. د یادونې وړ ده چې په نوموړې غونډه کې تر سلو زیاتو کسانو کډون کړی وو او له پریزنټیشنونو وړاندې کولو وروسته د ګډونوالو له لوري ازاد بحث او ګروپی کار تر سره شو. غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.