د اقلیم بدلون په اړه د افغان ځوانانو کنفرانس – کابل

د ۱۴۰۳ د میزان په ۱۸مه نېټه، د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاتفورم (CECOP) او د اړیکو دفتر (TLO) په ګډه، په کابل کې د «د اقلیم بدلون په اړه د افغان ځوانانو» تر سرلیک لاندې کنفرانس ترسره کړ.

په دې پروګرام کې له ۱۰۰ څخه زیات ځوانان چې د اکادمیکو بنسټونو او چاپېریال ساتنې له برخو سره تړاو لري، ګډون کړی و.

✨ د کنفرانس مهم ټکي:

  • ګډونوال په پنځو ګروپونو ووېشل شول او د کلیدي موضوعاتو لکه:
    • د اقلیمي ننګونو پېژندنه،
    • د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لارې چارې،
    • د ځوانانو رول په اقلیمي پرېکړو کې،
    • د اقلیمي پروژو د تطبیق لپاره د مالي سرچینو فرصتونه – بحث او نظریات تبادله کړل.
  • د بحثونو پایلې د هر ګروپ لخوا د یوې ځانګړې تخنیکي غونډې (پنل) په ترڅ کې وړاندې شوې.
  • له وړاندې شویو نظریاتو وروسته، چارواکو ځوابونه وویل او د ځوانانو په مهم رول یې ټینګار وکړ.

🎯 پایله او پرېکړه:

کنفرانس د یوې قطعنامې په خپرولو سره پای ته ورسېد چې په کې لاندې ټکي په ډاګه شول:

  • د ځوانانو فعاله ونډه د ملي او نړیوالو اقلیمي پرېکړو په پروسو کې،
  • د پوهاوي لوړول د ټولنې د متنفذینو او ځوانانو له لارې،
  • له ملي او نړیوالو ادارو سره همکاري د اقلیم د بدلون پروګرامونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې.

#CECOP #Afghanistan #ClimateAction #Youth