د اقلیم او چاپېریال همغږۍ پلاتفورم غړو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ناسته

نن دوشنبه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د مېزان په ۱۴مه نېټه، د اقلیم او چاپېریال همغږۍ پلاتفورم غړو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس محترم مولوي مطیع الحق خالص سره وکتل. دا ناسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په بند امیر تالار کې د رضا کار ټیم سره په ښه شان سره ترسره شوه، چې د نظرونو د تبادلې او لا زیاتې همغږۍ فرصت یې برابر کړ.

په دې غونډه کې د پلاتفورم غړو، چې له مرکز او مختلفو ولایتونو څخه راغلي وو، خپل فعالیتونه او اهداف تشریح کړل او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د ملاتړ او همکارۍ ژمنه یې تازه کړه. د اقلیم او چاپېریال همغږۍ پلاتفورم، د یو ټولنیز او چاپېریالي بنسټ په توګه، په ملي او محلي کچه د عامه پوهاوي، وړتیا لوړونې، څېړنې او چاپېریال ساتنې په برخو کې فعالیت کوي.

محترم مولوي مطیع الحق خالص د دې رضا کار ټیم او د اړیکو دفتر د هڅو او کوښښونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پلاتفورم د اهدافو ملاتړ او همکارۍ به لا پیاوړې کړي. هغه همدا راز د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې اهمیت ته په اشاره سره د طرفینو ترمنځ د همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ، ترڅو راتلونکو نسلونو ته یو دوامداره او سالم راتلونکی ور په برخه کړو.