د زرغون میراث کمپاین په هلمند کې ترسره شو!

د ۱۴۰۳ کال د حوت د میاشتې په ۲۰ نېټه د زرغون میراث کمپاین د هلمند ولایت پوهنتون په انګړ کې ترسره شو.

دا کمپاین د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو، چې په کې د هلمند ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس، د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د کرنې پوهنځی رئیس، د باغدارۍ، مالدارۍ، اګرانومي او کرنیز اقتصاد د څانګو امرین او قدرمن استادان، او ګڼ شمېر محصلین ګډون درلود.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او بیا د زرغون میراث کمپاین اړوند معلومات د CECOP رضاکاره غړي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنیار سید عبدالوهاب سیدي ګډونوالو ته وړاندې کړل او د ټولو میلمنو څخه یې د ګډون مننه وکړه.

د چاپېریال ساتنې رئیس سید محمد عیسی اغا هم د CECOP او TLO څخه ځانګړې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې دا بنسټونه تل د ملي پروګرامونو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري مرستیال سعید اغاجان هم د CECOP او د چاپېریال ساتنې ریاست څخه مننه وکړه، چې پوهنتون ته یې ۳۰۰ نهالونه مرسته کړي.

د غونډې په پای کې ټول ګډونوال په ګډه نهال‌کاري ترسره کړه او په خپلو لاسونو څو دانې نهالونه کینول، تر څو د پوهنتون انګړ او سیمه شنه او ګټوره فضا ولري.