
د چاپېریال پاکول؛ له کثافاتو بیا ځلې موندل(سایکل)
نن ورځ له کثافاتو څخه بیا ځلې تر لاسه کول د نړۍ په پرمخیونو هېوادونو کې یو له ارزښتمنو لارو څخه دی د یوې سیمې په کچه کې د کثافاتو د خپرېدلو او ککړېدلو د مخنیوي لپاره د ی.
د دې موخې لپاره لویې کارخونې د بیاځلې لاسته راوړنې وړ د کثافاتو د ټولون لپاره او ونجون یې په هغو توکو، چې بیاځلې شونې ده له هغو څخه کار واخلي، په دې هېوادونو کې رغول شوي دي، ګوندې غور مو کړی وي چې له ځنو څیزونو څخه بیا کارېدنګ کوي، د بیاځلې موندنې نښې په کې ځای لري. دا نښې څرګندوي چې د دې شي رغښت (ماهیت) لپاره د کثافاتو د بیاځلې موندلو څخه کارېدنه شونې ده ، او دا مانا لري چې د څووم ځل لپاره هم کولی شو له دې څیزونو څخه کله، چې په کثافاتو ونج شوي دي، کار ترې واخیستل شي.
د دې کثافاتو بیاځلې موندلو لپاره، لومړی یو د بل څخه جلا شي، دا کړنه په سیده توګه د ښار د وګړو مرستې ته اړتیا لري. خلک چې کثافات تولیدوي باید توپیر وکړي او په ځانګړو ځایونو/ کڅوړو کې، چې ښاروالي د هغو لپاره چې په پام کې نیولې ځای پر ځای کړي. دا کار د دې لامل کیږي چې تر څو کثافات یو د بل څخه جلا شوي او بیا دې ته اړتیا نه وي، چې ښاروالي بیاځلې هغه سره جلا کړي.
ور پسې پړاو له کار څخه عبارت ده، چې د کثافاتو له منځ څخه هغه کوم توکي د بیا تر لاسه کولو وړ دي. د ساري په توګه کاغذ یو له کثافاتو څخه دی چې د بیا تر لاسه کولو وړ دی. او کولی شو له هغه څخه بیا ځلې د کاغذ په توګه البته په ټیټ څرنګوالي ور څخه کار واخلو/ له ښیښې څخه هم کولی شو د بیاځلې تر لاسه شو توکو په توګه کار واخلو.
دا پېر باید د توکودبیا ځلی موندلوپه څانګه کي ماهر کارپوه تر لید لاندی وشي.
بياځلې موندل
د نوې کاريدني لپاره د توکو چمتو کولو ته بياځلې موندل وايی .هغه توکې چي معمولا دبياځلي موندلو وړ دي. عبارت دي له د اوسپنه توکو د قراضو، پلاستيکو، ښیښو، کاغذونو او د کثافاتو کیمياوي توکو څخه چي په کمپوسته کوډ تبديليږي.
بياځلي موندل له ګټورو منابعو اوملي پانګو څخه دضايع کيدومخنيوی کوي او د خامو موادو لګښت اود انرژي لګښت يې کموي.په دي کار سره دشنوخونو دګازنوتوليد هم کموي. دپاتې شونو په مديريت کې دبياځلې موندل جاج ډير مهم دی. د مواد دبياځلې موندل او منشا يا په بله وينا بياځلې موندنې، د ګڼ مېشتېدو کورونه او صنايع دي د بياځلې موندنې د چارد آسانه کولو لپاره معمولاَ ۲۰ ځېله د توکو جلا کیږي، چې(( په پیل کې تفکیک )) او (( په مقصد کې تفکیک)) نومیږي. ((په مبدا کې تفکیک)) د ښار، کوڅو او پلورنځیو په کچه له سطلونو او پچیو څخه د توکو جلا کېدل دي. یو ځانګړي ځایونه د توکو د بیاځلې موندنې د منځۍ په نوم په پام کې نیول شوي دي. د بیا ځلې موندنې مرکز په بیاځلې موندل شوو توکو او په بیاځلې ناموندل شوو توکو باندې طبقه بندي کیږي له پلورنځیو او لویو کارخونو څخه ډېری اضافي توکي ، لکه : د کنسرو کوتي، ښیښه یي بوتلونه ، او بېکاره ورځپاڼې د بیاځلې موندنې په موخه له مشتري څخه بیا پېرل کیږي.
په بل تعریف کې کولی شو ووایو، بیاځلې موندل: د مصرف شوو توکو د پروسس کولو له پروسې څخه عبارت ده، تر څو شونو ګټورو توکو ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړي. د خامو توکو لګښت کم کړي او له احتراق څخه د هوا ککړتیا کمه کړي. د ضایع کېدو د نورمال مقدار کمولو سره ضایع کول او د بیاځلې موندلو تولید په پرتله د شنوخونو د ګازونو د خپرېدو کمول دي. بیاځلې موندنه د کثافاتو د کمولو په مدیریت کې کلیدي برخه ده، په کومو کې چې د کمولو لړۍ نغښتې ده. په ډېریو څیزونو کې د بیاځلې موندنې نغښتې دي. د هغو ډېریو ځېلونو له ټولګې څخه د ښیښو، کاغذونو، اوسپنو، پلاستیکونو، منسوجاتو او په ټولګرونو او غوږیو کې د المونیمي برښناییزو توکو … کارول کیږي. مګر له ژوندنیزو کثافاتو څخه بیا ځلې کارول ، لکه : د خوړو توکو پاتېشوني د ساري په توګه د کوډ یوه برخه او بیلاځلې موندل نه ګڼل کیږي. توکي، چې نږدې دي بیاځلې وموندل شي، / دا توکي د ټولون منځۍ ته را وړل شي / د کوڅو له څنډو څخه ټول شي او لومړی ډلبندي کیږي بیا پاکیږي او بیا ځلې پر هغو باندې پروسیس تر سره کیږي. تر څو د تازه توکو د جوړېدو لپاره ونج شي، که څه هم ځنې مهالې بیاځلې موندل د تولید په پرتله له خامو توکو څخه ډېر ګران او ستونزمن دي. مګر کوبي(صفره) ته د بیا ځلې کارېدو لپاره له هماغه توکو څخه دي. ځکه، چې هغه توکي په ټولیز اکر کې د ښه ارزښت والا دي، څېړندویان غوښتنه کوي چې بیاځلې موندنې ډېری له هغو څخه چې منابع ساتي ، هغوی له منځه څخه وړي . مخصوصا کړنیز قیمتونه ډېر کم دي د اضافي توکو د له منځه وړلو لپاره له مواردو څخه ، لکه : د کثافاتو خښول وي، دا کار کوبي ته پرلپسې دی.
د بیا ځلې موندلو ګټې
د بیا ځلې موندل چاپېریال ته ۳ موهمې ګټې لري. موږ د کثافاتو بیاځلې موندلو په مرسته د طبیعي منابعو په لګښت کې مو سپما کړې ده . ځکه د خامو توکو پر ځای د نویو محصولاتو د تولید لپاره مو، له بیاځلې موندل شوو توکو څخه کارېدنګ کوو. د بیا ځلې موندلو له ګټو څخه ، د انرژۍ په لګښت کې سپما ده. البته د اضافي توکو د بیا ځلې موندلو لپاره هم یوه اندازه انرژي ته اړتیا ده. مګر د خامو توکو څخه د نویو محصولاتو د تولید لپاره به د کثافاتو بیاځلې موندلو لپاره ډېر کمې انرژي ته اړتیا ده. د ساري په توګه د المونیم جوړل له المونیم څخه بیا ځلې موندل شوي دي ، ۹۰ سلنه کمې انرژي ته د کان له تېږې څخه اړتیا لرٍي.
د بیاځلې موندلو درېیمه ګټه د کثافاتو خښولو لپاره کمې فضاء ته اړتیا ده .