پر اوبو د اقلیم بدلون د اغېزو په اړه روزنیز ورکشاپ – هلمند
د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاټفورم CECOP د اړیکو د دفتر په همکارۍ د ۱۴۰۳ کال د قوس په ۲۱ نېټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د «پر اوبو د اقلیم بدلون د اغېزو» تر عنوان لاندې یو ورځنی د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره کړ.
په دې ورکشاپ کې د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه ۹۸ تنه ګډونوال برخه وال وو. ګډون کوونکو کې د هلمند ولایت مقام، د چاپېریال ساتنې، زراعت او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولین، د هلمند پوهنتون استادان او محصلین، علما او د ټولنې استازي شامل وو.
موخه د دې پروګرام د خلکو د پوهاوي لوړول او د اقلیم بدلون د اوبو پر سرچینو د اغېزو په اړه د عملي حل لارو شریکول وو. د ورکشاپ په جریان کې د CECOP غړو له لوري مسلکي او علمي پریزنټیشنونه وړاندې شول.
په پای کې ګډونوالو د اقلیم بدلون اړوند خپلې تجربې او نظریات سره تبادله کړل، څو په هلمند کې د اقلیمي ستونزو د حل لپاره ګډې لارې چارې وموندل شي.
#CECOP
#Afghanistan
#ClimateAction

