د اقلیم بدلون په اړه د افغان ځوانانو کنفرانس – کابل
د ۱۴۰۳ د میزان په ۱۸مه نېټه، د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاتفورم (CECOP) او د اړیکو دفتر (TLO) په ګډه، په کابل کې د «د اقلیم بدلون په اړه د افغان ځوانانو» تر سرلیک لاندې کنفرانس ترسره کړ.
په دې پروګرام کې له ۱۰۰ څخه زیات ځوانان چې د اکادمیکو بنسټونو او چاپېریال ساتنې له برخو سره تړاو لري، ګډون کړی و.
✨ د کنفرانس مهم ټکي:
- ګډونوال په پنځو ګروپونو ووېشل شول او د کلیدي موضوعاتو لکه:
- د اقلیمي ننګونو پېژندنه،
- د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لارې چارې،
- د ځوانانو رول په اقلیمي پرېکړو کې،
- د اقلیمي پروژو د تطبیق لپاره د مالي سرچینو فرصتونه – بحث او نظریات تبادله کړل.
- د بحثونو پایلې د هر ګروپ لخوا د یوې ځانګړې تخنیکي غونډې (پنل) په ترڅ کې وړاندې شوې.
- له وړاندې شویو نظریاتو وروسته، چارواکو ځوابونه وویل او د ځوانانو په مهم رول یې ټینګار وکړ.
🎯 پایله او پرېکړه:
کنفرانس د یوې قطعنامې په خپرولو سره پای ته ورسېد چې په کې لاندې ټکي په ډاګه شول:
- د ځوانانو فعاله ونډه د ملي او نړیوالو اقلیمي پرېکړو په پروسو کې،
- د پوهاوي لوړول د ټولنې د متنفذینو او ځوانانو له لارې،
- له ملي او نړیوالو ادارو سره همکاري د اقلیم د بدلون پروګرامونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې.
#CECOP #Afghanistan #ClimateAction #Youth