د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاتفورم (CECOP) لپاره د ۲۰۲۴ میلادي کال د نهال‌کاري کمپاین رسمي پیل اعلان شو.

د اقلیم او ژوند چاپیریال د همغږي پلاتفورم (CECOP) نن په رسمي توګه دنیالګیو کېنولو کمپاين په لاره واچولو!

ياد پلاټفورم د ١٤٠٢ هجري لمریز کال دکب دمياشتې په ٢٠مه نېټه دا برنامه د کابل پوهنتون په انګړ کې د ونو په کينولو پیل کړه او هوډ لري دهېواد نورو برخو ته یې هم وغزوي.

پدې مراسمو کې د چاپیریال ساتنې اداري د معین سربیره د کابل پوهنتون رهبری، استادانو او ګڼو محصلینو ونډه اخيستې وه.

د مراسمو په لړ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې او همدا ډول دچاپيريال په ښکلا او ساتلو کې دونو دکينولو په ځانګړي اهمیت ټینګار وشو.

د چاپیریال ساتنې ادارې معین له ټولو هېوادوالو وغوښتل ترڅو یو بل ته لاس ورکړي او د ونو په کېنولو سره د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره یو خوندي چاپیریال په میراث پریږدي.

همدا ډول د کابل پوهنتون دچاپیریال ساتنې پوهنځي رئیس هم په یادو مراسمو کې دخپلې وینا په ترڅ کې ګډونوالو ته په ډاګه کړه چې د ونو کینول څه ډول زموږ د خاوريني کرې په ساتلو کې ونډه لري او زیاته یې کړه چې هره کېنول شوي ونه به د یو روښانه راتلونکې لپاره امېد بښونکی مشال وي.

د اقلیم او ژوند چاپیریال د همغږي پلاتفورم (CECOP) له هېوادوالو سره ژمنه کوي چې د خپلو رغنده ګړنو په دوام به دونو کينولو په ملي کمپاين کې فعاله ونډه اخلي او له هېوادوالو سره به اوږه په اوږه د یو ښیرازه افغانستان په لور غښتلي ګامونه اخلي ياد پلاتفورم پدې برخه کې د هېوادوالو له ملاتړ او هڅونې د زړه له تله مننه کوي