کمپاین نهال‌شانی هلمند

د زرغون میراث کمپاین په هلمند کې ترسره شو!

د ۱۴۰۳ کال د حوت د میاشتې په ۲۰ نېټه د زرغون میراث کمپاین د هلمند ولایت پوهنتون کې ترسره شو.

یاد کمپاین نن د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو، په یاده غونډه کې چې د هلمند پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه، د هلمند ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس، د هلمند پوهنتون مالي او اداری مرستیال، د کرهڼې پوهنځی رئیس، د باغداري، مالداري، اګرانومي او کرنیز اقتصاد د څانګو امرینو قدرمنو استادانو او ګرانو محصلینو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل او وروسته د زرغون میراث کمپاین اړوند معلومات هلمند کی د CECOP رضاکاره غړي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنیار سید عبدالوهاب سیدي لخوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې او د ټولو میلمنو څخه یې مننه وکړه چې پدې ملي کمپاین کې یې ګډون وکړ، ورپسې د چاپېریال ساتنې رئیس سید محمد عیسی اغا د CECOP او TLO څخه ځانګړی مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې دوئ تل له موږ سره په ملي برنامو کې مرسته کړې.

همدارنګه د پروګرام په وروستیو کې د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال سعید اغاجان هم د CECOP او چاپېریال ساتنې ریاست څخه مننه وکړه چې د پوهنتون سره یې ۳۰۰ ناجوګان مرسته وکړه. د غونډې په پای کې ټولو په ګډه نهال شاني شروع کړه او په خپلو لاسونو یې څو دانې نهالونه کېنول.