چاپېریال څه شی ده؟

څرنګه چې چاپېریال یوه موضع ده، چې د انسان د فعالیتونو له ټولګې او په چاپېریال باندې د دې فعالیتونو له اغېزې پورې تړاو لري، نو دا ستونزمنه ده چې یو ټول شموله تعریف چمتو کړو،  د تل لپاره ثابت او د منلو وړ وي. چاپېریال ته د پاملرنې د پیل څخه بیا تر ننه پورې، د چاپېریال په تړاو ساینس پوهانو او کار پوهانو مختلف تعريفونونه وړاندې کړي دي، پدې مقاله کې، موږ په پیل کې د چاپېریال ځينې غوره او نسبتاً هر اړخيز تعريفونه پېژنو، او بیا به د چاپېریال تعریف د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چاپېریال قانون له ليد څخه ووایو.

  1. چاپېریال هغو ټولو محیطونو ته ویل کېږي چې هلته ژوند جریان لري.
  2. چاپېریال عبارت ده له هغو بهرنیو فزيکي عواملو او ژوندیو موجوداتو له ټولګې څخه چې یو له بل سره متقابل عمل، او د ژوندیو موجوداتو په وده او چلند باندې تاثیر کوي.
  3. هر هغه څه چې ژوندي اجسام او ژوندۍ عملیې تر پوښښ لاندې نيسي او له هغو سره په متقابل عمل کې شتون ولري، چاپېریال بلل کېږي.
  4. چاپېریال د ژوندیو موجوداتو هستوګنځي ته ویل کېږي چې ژوندي موجودات او غیر حیاتي توکي پکې شامل او یا د هغه په شاوخوا کې شتون لري او په یو نه یو ډول پرې اغېزه کوي.

که موږ پورته څلورو تعريفونو ته پاملرنه وکړو، چې د ساینس پوهانو، چاپېریال پوهانو او متخصصينو لخوا چمتو شوي دي، په هغه کې ژوندي موجودات، انسانان او د دوی په شاوخوا کې چاپېریال، فزيکي او کيمیاوي بدلونونو اغېزې پدې تعريفونو کې نږدې یو ګډ مفهوم لري. نو دا معلومه شوه چې چاپېریال د ژوندیو او غیر ژوندیو کړنو او عکس العملونو ټولګه ده، چې په ځانګړو شرایطو سره او په یو خاص وخت او ځای کې يو بل باندې اغېزې کوي، او د دغو اغېزو او عکس العملونو عمده برخه د ځمکې پر سر د انسان د ژوندانه او فعالیت له څرنګوالي پورې تړاو لري.

اوس ګورو چې چاپېریال د افغانستان اسلامي جمهوریت د چاپېریال قانون کې څه ډول تعریف شوی دی.

د افغانستان اسلامی جمهوریت د چاپېریال قانون چې په ۱۳۸۵ کال د دلوې د میاشتې په پنځمې نېټې نشر شوی ده، په څلورمه ماده ، لسم بند کې یې چاپېریال داسې تعریف کړی ده:
چاپېریال، طبيعي سرچينې، د طبيعي سرچينو اجزاوو په خپل منځ کې تعاملات او د یادو اجزاوو په منځ کې، د انسانانو او حیواناتو، فزيکي خواصو او کلتوري، ارایشي یا شرایط دي چې د دوی روغتیا او هوساینه له اغېزې لاندې راولي.

د چاپېریال پاملرنې ته تاريخي شالید

په عمومي توګه د دغه مطلب د تعريفونو برخه دا را په ګوته کوي چې چاپېریال هغه مسله ده چې په ژوندانه اغېزو او د ځمکې په سطحه د موجوده طبيعي منابعو څخه په څه ډول ګټې اخيستلو پورې تړاو لري، اوس په عمومي کتنه کې موږ ویلی شو چې انسانانو له پخوا دور څخه چاپېریال او ایکوسیستم ته پاملرنه کړې ده.

په  حقیقت کې د انسان توجو چاپېریال ته وه چې انسان یې طبيعت، طبيعي سرچينو او ځمکې ته متوجې کړ. او د انسان دغه پاملرنه د دې لامل او پیل شو چې انسان یې په کرهنه او په ځمکه کې له موجوده طبيعي سرچينو څخه په ګټې اخيستنې کې ښکېل او متوجې کړي. د کرهنې دوران او زمانې څخه وروسته یعنې د انسان د ژوندانه د صنعتي کېدو دور کې له ځمکې او طبيعي سرچينو څخه ګټه اخيستنه ډېره شوې ده. یعنې د صنعتي ژوندانه په شروع سره ځمکه او چاپېریال د پخوا دور په پرتله انسان په خپل لاس د صنعتي فعالیتونو له امله ډېره اغېزمنه کړې ده. لکه څرنګه چې الوین تافلر په خپل مشهور کتاب (دريمه څپه) کې وایي: د ۱۹۶۰ کال د صنعتي انقلاب په لومړۍ لسيزه کې، ټولنيز ژوند، کورنی جوړښت، د کار شرایط او د انسان په شاوخوا کې محیط یې په خپل ښه لاس تغیر او جدي تحول ورکړ.

په سستماتیکه او تخصصي توګه له اصلي چاپېریال سره له ډېر پخوا د انسان اشنایي تاریخ یعنې ۱۹۶۰ لسيزې صنعتي انقلاب څخه را پدېخوا پیل شوې ده. یعنې د لومړي ځل لپاره د المان مشهور ژوند پېژندونکی ارنست هکل په ۱۸۶۹ کال کې د اکولوژي اصطلاح وکاروله. هغه اصطلاح چې د یوناني کلمي (oikos) چې معنا یې بومي کور او روستاړی یې ( لوژي) ده چې معنا یې پېژندنه ده اخيستل شوې ده. اما د چاپېریال ننی مفهوم په همدغې ۱۹۴۰ لسيزې څخه د شنې خونې له منفي اغېزې څخه د کاربندای اکساید ازادېدل او د اوزون طبقې تخريب څخه وروسته مطرح شوه او د نړۍ په کچې د پاملرنې وړ وګرځېده.

د همدغې لسيزې له پای څخه بیا تر نن پورې څو بین المللي کنفرانسونه، چاپېریال ساتنې ته د پاملرنې لپاره جوړ شوي دي، او څو تړونونه او پرېکړه ليکونه هم په همدغه برخه کې صادر شوي دي.

د وين کنفرانس په ۱۹۸۵ کې جوړ شو او د چاپېریال په برخه کې لومړنۍ را ټولېدنه بلل کېږي، چې د صنعتي لویو هېوادونو وروسته د اوزون د طبقې د تخریب په تړاو په لاره واچول شو.هغه کنفرانس چې د وین کنوانسیون او دهغه د الحاقي پروتوکل یعنې د مونټرال پروتوکل (۱۹۸۷) او د لندن اصلاحیه یې په (۱۹۹۰) کې را و اېستله او د نړۍ د صنعتي هېوادونو څخه یې وغوښتل چې ترڅو د شنو خونو د ګازونه د توليد کچه راټيټه کړي. په همدغه ترتيب د ملل متحد د چاپېریال او پراختیا کنفرانس په ۱۹۹۲ کال کې په لاره واچول شو چې دغه کنفرانس د ځمکې د ناستې په نوم هم یادېږي. د پایدار پراختیا نړيوال کنفرانس یا د نړۍ (مشرانو) ناسته په ۲۰۰۲ کال کې هم وشوه چې د انسانانو د چلند بدلون د ځمکې پر وړاندې او د طبيعي سرچينو څخه په سمه توګه په ګټې اخيستلو ټينګار وکړ.

Add a Comment

Your email address will not be published.