د تل پاتې راتلونکي او د اقليم بدلون د ننګونه پر وړاندې د مبارزې ورکشاپ په فراه ولایت کې

په ښکلي فراه ولایت کې د تل پاتې راتلونکي او د اقليم بدلون د ننګونه پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې يو ورځنی د عامه پوهاوي او ظرفيت لوړولو ورکشاپ تر سره شوه.

د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاټفورم CECOP د اړیکو د دفتر په همکارۍ د فراه ولایت په مرکز فراه کې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د ثور په ۲۶ مه نېټه د اقليم بدلون او حل لارو په اړه د پوهاوي او ظرفيت لوړولو یو ورځنی ورکشاپ دایر کړ. په ياد شوي ورکشاپ کې د ټولنې له بېلا بېلو برخو څخه ۸۰ تنو ګډونوالو برخه اخيستې وه، په ياد ورکشاپ کې د فراه  ولايت د چاپېريال ساتنې او زراعت رياستونو مسولين، د فراه پوهنتون استادانو، محصلينو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام موخه د چاپیریال او اقليم بدلون په اړه د خلکو پوهاوي او ظرفيت لوړول وو. د دغه يو ورځني ورکشاپ په لړ کې د اقلیم او چاپېریال د همغږۍ پلاټفورم CECOP غړو او کابل پوهنتون درنو استادانو لخوا مسلکي او علمي پریزنټیشنونه وړاندې شول.

د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو په فراه ولايت کې د اقليم بدلون په اړه خپل اندونه او تجربې له يو بل سره شريکې کړې

Add a Comment

Your email address will not be published.