
د نیالګیو کینولو ملی کمپاین
د چاپېریال او طبیعي سرچینو د څار شبکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې د نیالګیو کینولو ملی کمپاین د اړوندو ادارو د لوړ رتبه غړو او د چاپیریالیز بنسټونو په حضور کې د یو پروګرام په ترڅ کې پیل کړ. د دغه کمپاين موخه د نيالګيو د ايښودلو د ګټو په اړه د پوهاوي لوړول، د نيالګيو ايښودلو فرهنګ عامول او د هېواد د چاپيريال په ښه والي کې د خلکو ګډون ته هڅول دي.
د چاپېریال او طبیعي سرچینو د څار شبکه ټول هڅوي چې حد اقل یو نیالګي کېنوي ترڅو د هېواد په زرغونوالي کې ونډه واخلي او راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېریال په میراث پریږدي.

وروستي پوسټونه
cecop0 Comments
د اقلیم او چاپیریال همغږي پلټفورم لخوا د زرغون میراث کمپاین
admin0 Comments