
د ژوندنيزو ککړتیاوو ځېلونه او د هغو لاسته راوړنې
بشر چې هر څومره خپل چاپېریال صنعتي کوي په هماغه اندازه د چاپېریال د ککړتیاوو ځېلونه په پرتله هم له ځانه سره لري. دا چې دغه اړیکه د صنعتي کېدو او د ژوندنیزو ککړتیاوو زیاتېدو تر منځ ډېر نږدېوالی شتون لري. په هماغه نسبت چې صنعتي کېږو په هماغه اندازه ککړ شوي او د ککړتیاوو ځېلونه له خپل صنعتي پرمختګ سره او له ټولو بدتره،چې موږ یې راتلونکو نسلونو ته ډالۍ کوو په داسې ډول، چې بل څوک د دې آند هم نه شي کولی، چې د دا ډول صنعتي کړنو پنځول، چې د بشر وستر او پنځ لپاره شتون ولري. موږ د صنعتي کېدلو بهیر له پایښتۍ سره، سره له دې، چې دا دوه ځانګړي جنایتونه خپلو راتلونکو نسلونو ته، چې هغوی هم حق لري. کله، چې نړۍ ته راځي د طبیعي ژوند یوه څنډه وویني او هیله مند وي، د هغوی راتلونکی چې د زموږ راتلونکې په څېر له طبیعي زېرمو څخه تضمینوو، تضمین شي. سره له دې، چې دې دوو هیله مندیو شتون نه درلود. موږ د نارواوو کارېدنو له ځېلونو سره، د طبیعي اوډاندو توکو ځېلونو تر منځ هر ډول پنځیز پېر مو، هم له منځه وړی دی. نور د زموږ د دې خاورینې کرې پرمخ دا عطیې تر ۵۰ کالو پخوا پورې وې ، شتون نه لري.
لومړی:د نړۍ ډېری وګړي د پنځ په صنعتي کېدلو سره نه دي پوه شوي او نه يې پېژني.
دویم: هغه وستر چې د زموږ لپاره وو، خو د هغوی لپاره نه شته. مثلا: نفت او د معدنو ډولونه چې ظالمانه کارېدلي دي او اوس دا زېرمې / خلاصې شوي /هم ښکته شوي دي.
درېیم: موږ د خالص طبیعت او د هغه غورو ډولونو له جملې څخه هوا، سالمه خواړه، مېوې، چې تر ډېره بریده پیداکیږي، برخمن یو. مګر وروستي نسلونو ته، نه یوازې، چې له دې نعمتونو څخه برخمن نه دي بلکې د پنځ او د هغه غوره ځېلونه له فقر سره مخامخیږي.
څلورم:په پنځیز ژوند کې د پایښت لپاره تضمین شتون لري، مګر په ښاري او صنعتي ژوند کې داسې تضمین شتون نه لري، مثلا: که په طبیعي ژوند کې څوک بېکاره / ناروغ کېده ژوندي پاتېدل یې په هماغو آړونو کې سل سلنه تضمین وو. مګر په ښاري او نوي ژوند کې داسې شونتیا شتون نه لري، یعنې که شتون ولري رواني دردونه او مختلفې ناروغۍ د بشر روح ته کوشني کوي. ښایي په دې ژوند کې ډوډۍ تر لاسه شي مګر آرام، سکون او آرامتیا ناشونې ده هغه تر لاسه کړي.
پېنځم:په پنځیز ژوند کې له طبيعي زېرمو څخه ان د نادارو لپاره هم شونتیاوې وي، له دې امله اندېښنې او روحي رنځونه په هغه ژوند کې نه وو، مګر له هغه ځایه څخه ، چې د پنځ په پنځیز ژوند کې یوه زېرمه شتون ونلري. تر څو د ټولو لپاره عام تضمن شته وي، پردې بنسټ رواني ناروغۍ او رواني پرېشاني چې د صنعتي چاپېریالونو زده کړه او د هغه له طبیعي لاملونو څځه ده په پراخه او ناداره بڼه یې نږدې نیولې ده. پخوا به په مخکني صنعتي ژوند کې رواني رنځ نه وو؛ که چا څه نه درلودل او په ټولو مانا نا داره وو. دا خپل فقر او ناداري يې د طبیعت له یېبرې څځه تر لاسه او جبران کوو به یې، ولې په صنعتي نړۍ کې داسې شونتیا نه شته ده.
شپږم: د صنعتي ژوند بله ستونزه د ژوند بن بست دی، یعنې د صنعتي بهیر پایښتېدو سره د بشر لپاره د ژوند شونتیا د کمېدو په اکر کې ده. په طبیعي ژوند کې د انسان او طبیعت تر منځ اړیکه انډولیزه وه د پنځ څیزونه به یې ورکول او هغه څه، چې بشر هم هغه ته ور زیاتول، یعنې د انسان او پنځ تر منځ یوه انډولیزه را کړه ورکړه وه. دا رښتونې اړیکه (( ته په ما، زه په تا)) یې ویلې وه. که بشر له طبیعت څخه یو څه اضافه اخلي طبیعت ته بېرته راتلو سره که دا اخیستل شوی بخشش هم ضایع کېده. بېرته به د پنځ پېر ته ور ګرځېده.

طبيعي ژوند
لومړی: د انسان او پنځ تر منځ یوه عادلانه اړیکه وه.
دویم:دا عادلانه اړیکه دوه اړخیزه ده.
درېیم: دا اړیکه دوښمن ډوله نه وه.
څلورم: پدې عادلانه اړیکه کې چې دوښمن ډوله نیوه پنځ او انسان له هر ډول لاسته را وړنو سره چې یو بل څخه یې کول، بشپړ او مرستندوی هم وو.
پېنځم: د پنځ پېر د انسان او پنځ تر منځ واریز شوی او پرې شوی نه وو.
شپږم: د پنځيزو سرچینو کمښت نه انګېرل کیږي.
اووم: هېڅ ډول ککړتیا مو هم نه درلوده.
مګر برعکس په پنځیز ژوند کې دا ټولې ښکلاوې له منځه تللي او نیم بندي تیاوې هم په پنځ کې نه لید کیږي. په طبیعت کې هر ډول نظم له منځه تللی، په صنعتي ژوند کې د انسان او پنځ تر منځ اړیکه نیاویزه(عادلانه) نه ده. او دا اړیکه په پشپړه توګه یو طرف کې له منځه تللې او خپل ځای یې تاړاک او چور ته له پنځ څخه پریښی دی. انسان له پنځ څخه په ظالمانه توګه لاسته راوړنه کوي. مګر حاضر نه دی د خپل اور لګېدلو ځای لپاره لاس او پښې واچوي. مګر په صنعتي ژوند کې داسې نه ده، په صنعتي ژوند کې بشر ډېری لاسته را وړنه له پنځ څځه لري. په ځنو ځایونو کې دغه راکړه ورکړه صفر ته رسیږي. کله-کله قضیه په صنعتي ژوند کې برعکس هم کیږي، یعنې بیاځې نه موندلو سره د پنځ پیداشوي ضایعات یې هم دوګرایه (برابره) نږدې کوي. د دې لپاره، چې یو کوتی پلاسټیک بیا د پنځ په واسطه، تحلیل، تجزیه او بیاځلې وموندل شي ۳۰۰ کالونه اړین دي. اوس تاسې آند وکړئ! چې په یوه ۶۰ /۷۰ ګزي انګړ کې ژوند کوي. په ورځني توګه یو ګز مربع کثافات د پلاستيکو کثافاتو ډېرښت کوي. دوی طبیعت ته د بیاخلې موندلو لپاره څه ځواک ساتي په صنعتي ژوند کې له طبیعي منابعو څځه دا اخیستنه دومره ظالمانه ده، چې د پنځ په بېوزلۍ او شونتیاوو تمام شوې ده. ډېری کانونه، چې موږ یې پېژنو نور په پنځ کې شتون نه لري/ که شتون هم ولري په عزت کې پای ته رسېدلي دي.
ډېری اوروپایي هېوادونو خپلې زېرمې پای ته رسولي او نور د دې په نوم هېڅ نه لري او نورو منابعو ته سترګې په لار دي او د درېیمې نړۍ هېوادونو منابع هم ختمېدو دي.
ښه د بشر نور دغه ۲۳کالو کار سره به څه کیږي. پنځ چې هومره بډاینه لري په هماغې اندازه د خپل پایښت او د موجوداتو لپاره یې غوسه هم لري. له بشر څځه د پنځ انتقام هم د هغه د بې حده سخاوت له اندازې سره وو، خلاصون نه لري . اوس چې د انسانانو په آند کې پوښتنې پنخیږي دا دی چې آیا پنځ د خپل ځان نوي جوړل او ترمیمول لري؟