پلاستيک او د هغه چاپېریالي او روغتیایي اغېزې

پلاستيکې توکې د پراخه ترکيبي د پراخه ترکيبی موادو له برخې څخه عبارت ده، یا نيمه ترکيبي جامد مواد دي چې په توليدي صنایعو کې ځينې ګټه اخستل کېږي. په ټوله کې پلاستيک لوړ د پوليميرونو ماليکولونه، او نورې ضميمې هم پکې شاملې دي چې د کارونو ښه والي او یا د مصارفو د کموالي لپاره استعمالېږي. د پلاستيک کليمه یوه لاتيني کليمه ده چې نرم او ويلې شويو موادو ته ویل کېږي، په ټوله کې دوه ډوله پلاستيک وجود لري چې د ترومو پلاستيک او ترموستینګ پوليمير په نامه یادېږي. تروموپلاستیک هغه دی چې د تودوخې ورکولو په وخت کې یې کيمیاوي ترکيب تغیر نه کوي او کولای شي خبل لومړني حالت ته راوګرځي د مثال په توګه پولي ايتالین، پوليسترين، پولي تترافلور او ایتایل. د تروموستونو پلاستيک هغه ده چې د ويلې کېدو قابليت ولري او مختلفې بڼې ځانته ورکوي، او کله چې کلک شي په همغه کلک حالت کې پاتې کېږي.

پلاستيکي کڅوړې ( خلتې) او پلاستيکې شیان، چې ډېره ښایسته بڼه لري او د اړتیا په وخت کې ترېنه ګټه اخستل کېږي، د مثال په توګه د سودا اخستل، د موادو انتقال له یو ځای څخه بل ته، د ډېر وخت لپاره پکې غذایي توکي ساتل، له خاورو او ګرد څخه پکې جامې او او نور مواد ساتل، په ژمي کې د کړکيو پوښل، په باراني موسم کې د څڅوبي د مخنيوي لپاره د بامونو پوښښ، د خونو مسطح، د خونو پرش کول، د زينو پرش، د رنګ ساتل، د لاس ګاډي او یا دوکانونو چتر، لوحې، کيندنې او نورو کې ځينې ګټه اخستل کېږي، د دې لپاره چې په لنډ وخت کې یې پایله مثبته ده خو په راتلونکي کې ناورين ترين مواد دی چې د ځمکې پر مخ پاتې کېږي. د کابل په شمول د افغانستان عمده ښارونه چې ډېر نفوسي ښارونه شمېرل کېږي، هره ورځ څلور ټنه پلاستيکي کڅوړې مصرفوي. دغه اجناس وارداتي دي او په هر ښار کې تقريباً ۱۲۰۰ کسان د دې په وارداتو، خرڅلاو او توضع کې بوخت دي. په افغانستان کې د پلاستيک د مصرف کچه له ۱۳۷۲ کال څخه وروسته ، کله چې افغانان له مهاجرت څخه بېرته راستانه شول ډېره شوه.ل  له پلاستيکي کڅوړو څخه په همدغه لسيزه کې ګټه اخستنه ۹۰ سلنه دود او ډېره شوه.

د پلاستيک د توليد د صنایعو امکانات په افغانستان کې ناچيزه دي بغیر له یو څو توليدي دستګاوو څخه چې په شمول د دولچو، بدنۍ، لوښي، د اوبو ګلاسونه، چپلکې او بوټونو نورې وجود نه لري، اما له بهر څخه واردات زموږ ورځينۍ اړتیا ده. دغه واردات معمولاً واړه سرمایه داران په غاړه لري. د هغو سريګانو په اساس چې د افغانستان د چاپېیال ساتنې ادارې لخوا په ۱۳۸۴، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۸ لمريز کال په کابل، مزار شریف، هرات او جلال کې ترسره شوې دي ، د شپږو په شاوخوا کې عمده تجارتي شرکتونه پدغه ښارونو کې چې ډېر یې په کابل ښار کې موقعیت لري د پلاستيکي کڅوړو په وارداتو کې مصروف دي چې بیا عمده مارکيټونو ته توضع کېږي. د کابل ښار په اوله، دوهمه او یولسمه حوزو کې د پلاستيک مارکېټونه او له ۳۶ څخه ډېر د عمده دوکانونه شتون لري.

له ۱۷۳ څخه ډېر کسان  د پلاستیک په توضع او نورو چارو کې بوخت دي، چې هره ورځ د پنځه نیم ټنه پلاستيکي کڅوړې په مختلفو اندازو په غذایي، جامو او نورو موادو پلورونکو باندې پلوري. په اوسطه توګه د یوې کيلو پلاستيکي کڅوړو بیه ۱۴ افغانۍ ده، او د کڅوړو تعداد په يوه کيلو کې نظر د کڅوړو کچو ته توپير کوي. د هغو محاسبو پربنسټ چې د یادې ادارې لخوا شوي دي په هرو یوه کيلو کڅوړو کې په اوسطه توګه ۵۶ کڅوړې شتون لري. په همدغه سلسله یواځې د کابل په ښار کې شاوخوا ۳۰۸۰۰۰ پلاستيک پېرل کېږي، چې وروسته له نيم یا یو ساعت څخه یو لوکس جنس په عضوي جامدو کثافاتو بدلېږي. په همدغه اساس هره ورځ د کابل ښارپه کوڅو، لارو، د اوسېدلو ځایونو، تجارتي او د خدماتو په سيمو کې پلاستيک کثافات کېږي. که يه عادي توګه راټول او دفن شي نو نيم هکتار ځمکه نېسي او که په یاده کچه کثافات پرس شي نو شاوخوا ۲۵ متره مربع ځمکه به ونيسي. سره لدې چې ده مواد عضوي دي خو عموماً له ۴۰۰ څخه تر ۹۰۰ کالو پورې وخت نيسي چې تجزیه شي.

اما د ارقامو نمونه هغه نمونه چې له خراکه پلورنځیو، ترکاري مارکيټ، لاسي ترکاري پلورونکو، پرچون پلورنځیو، غټو مغازو، پرزه پلورنځیو، درملتونونو او نورو ۱۰۹ دوکانونو څخه راټول شوي دي، دا ښيي چې هریو لدغو څخه هره ورځ په اوسط ډول نیم کيلو ګرام پلاستيکي کڅوړې چې شاوخوا ۲۷ کڅوړې کېږي، د خپلو مشتریانو (پېرېدونکو) د خوشحالولو لپاره ځېنې ګټه اخلي.

د کابل په مرکزي سيمه کې شته مارکېټونو او دوکانونو ته په پاملرنې سره، چې تقريباً ۹۳۴۰ دانې کېږي یواځط  د کابل په ښار کې ۴۶۷۰ کيلو ګرامه یا ۲۶۱۵۲۰ عدده پلاستيکي کڅوړو ته اړتیا شته، په هغه وخت کې چې د اطراف سيمې یا د ښار دوهمه حلقه محاسبه کړو نو یاد ارقام ۵،۵ ټنه ته لوړېږي. د پلاستيکي کڅوړو د استعمال د کچې د ډېرېدو اصلي لامل د پلاستيک د چاپېریالي او روغتیایي زیانونو په اړه د پوهاوي د کچې ټيټوالی ده. او اوس هم خلک فکر کوي چې پلاستيکي کڅوړې د سودا او توکو لپاره د اړتیا وړ شی ده، که څه هم زموږ پخوانیو په دغه برخه کې د اوس یا حتا تعلیم یافته نسل به پرتله سل چنده ښه وو. هغوئ په هماغه وخت کې هم له پاکو او ساده موادو څخه ګټه اخيستله د پېلګې په توګه سانې کڅوړې، کاغذي پتکټونه او یایي کڅوړې له داسې شیانو څخه جوړولې چې د استعمال څخه به وروسته په ډېر کم وخت کې تجزیه کېدلې، چې نه یواځې د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا مخنيوی کېده بلکې د ځمکې د حاصل خېزې کېدو لامل هم ګڼل کېږي. پدې وروستیو کې د چاپېریال عالمانو د طبيعي او تجزیه کېدونکو موادو وړانديز کوي.

Add a Comment

Your email address will not be published.