چاپېریال د اسلام له لیده

د چاپېریال د سرچینو د لاسته را وړلو لپاره د علومو او ټېکنالوژیو د وړتیاوو په زیاتېدو سره د چاپېریالیز ژوند انډول ګډوډ شوی او نړۍ والې ټولنې دې ته اړ دي، چې د چاپېریال ساتنې او د زیانونو جبرانولو لپاره له دین څخه مرسته وغواړي. د اسلام د دین د پایښتې پراختیا په باره کې، د څېړنې وړ دی، چې لاندې دوه لاملونه د دې څېړنې ارزښت دوه ګرایه کوي.

لومړی دا  چې د اسلامي ویښتیا په نوم نومولی غورځنګ په دې باوري دی، چې اسلام باید د دین او دنیا د اعتبار لرلو په سبب د ټولنې د پرمختګ اساس او روده(روش) وګڼل شي او ټولو اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او سیاسي مسائلو کې پایښتی شي.

دویم دا چې د پوهانو ترمنځ، په اوس مهال کې یو شمېر غربي بېلګې د پایښتې پراختیا لپاره مطرح شوې دي، چې د غربي رغښت ټینګولو پسې په چټکۍ سره داسې دي لکه، چې د اسلام تمدن هغه لا پخوا هو به هو رامنځته کړي وي.

اسلام د ژوند لپاره د لارې لارښودی دی، چې د انسان د ژوند شتمني، او د هغو اړیکو ته ټولنغښتی لید لري. پرته له شکه چې انسان له دې کائناتو څخه د یوې برخې په اندازې سره دی، چې هر یو له توکوڅخه یې بشپړاندی د ټولو کائناتو له ټولګې څخه دي، مګرانسان د پنځ له ټولو توکو سره ځانګړې اړیکې لري؛ ارتباط یې د ګټې اخیستنې او پراختیا له پلوه دی .

الله ج غوښتل چې انسان د ځمکې ځایناستی وګرځوي. سربېره پر دې چې یوه برخه د کائناتو څخه دی، د الله ج د ورمند پلی کوونکی هم دی. اسلام په ټولو اسلامي کارونو او روایاتو کې ننوتی کړی دی او د هغو ټولو لپاره یې دویونه ټاکلي دي. مګر دا په هغې مانا نه دی، چې د هرې موضوع لپاره د نن ورځې له عادي او ځانګړي سرلیک سره، ځانګړی حکم وټاکل شي.

د چاپېریال سکالو هم له همدې ډلې څخه دی. په رښتینې توګه له اسلامي منابعو څخه په یوه کې هم چاپېریال د سرلیک په توګه حکم نه دی مطرح شوی. ولې پرته له شکه د اوبو، ځمکې، پاکي او ناپاکي او اورلګېدنې په باره کې او له دا ځېل مسئلوڅخه په آیاتونو اواحادیثوکې ډېری احکام شتون لري .

چې د هغوی په مرسته کولی شو کره دویونه د چاپېریال ماسائلو لپاره تر لاسه کړو.

د چاپېریال مسئله یوه سکالو ده ، چې ښایي د ۲۰ / ۳۰ کالو په شاوخوا کې به کیږي، چې پر هغې باندې ویېنه کیږي. اما خپله چاپېریالیز جاج له ۱۴۰۰ کالو څخه زیات کیږي، چې په قرآن کې راغلی دی. د قرآن ډېری آیاتونه د چپېریال له جاجونو سره تړاو مومي. د څارویو د ترتیب، دنباتاتو او د ټولو ونو د کشف او د ټولو مسائلو په هکله چې د انسانانو له ورځني ژوند او چاپېریال سره تړاو لري، هم په قرآنکریم کې راغلي دي. ۱۴۰۰ کاله پخوا په قرآن کریم کې د ونې ، نیال کېنولو او د ځنګلونو د اهمیت په اړه او دا چې څرنګه یې انسانان له ژویو څخه وساتي، آیاتونه او حدیثونه را غلي دي. همدارنګه اسلام د دې مسئالو په هکله ډېر ویلي لري، چې هر یو یې له هغو څخه د آند کولو وړ ده. په حقیقت کې که اسلام په چاپېریال کې د توکو پر ملاتړ او د هغو پرساتنه ټینګار لري. د انسان د خیر، اړتیاوو پوره کولو لپاره ـ څه د اوس او څه د راتلونکو شننو لپاره دي. او انسان يې له خپل ځان او چاپېریال څخه خبر کړی دی. په اسلام کې هر شي ته ضرر رسول منع دي. الله ج خپلو بنده ګانو ته ډېر زیات نعمتونه په واک کې ورکړي دي، چې انسان باید اسراف ونه کړي او هغه دروغ ونه ګڼي او پکار ده شاکر وه اوسي. مسلمانان مکلف دي چې د قرآن په اوامرو او د نبي ص احادیثو سره خپله وګړیزه او ټولنیزه او ان خپل چاپېریال په هغې بڼې سره برابر کړي انسان باید د الله ج له ټولو نعمتونو څخه په داسې ډول کارېدنه وکړي چې اسراف ونکړي او د وروستیو نسلونو حق له منځه  یونسي. بې لاسونده یې ونه کاروي او داسې آند ونه کړي چې هر هغه څه چې په دې ځمکه کې دي یوازې د همدې نسل لپاره او د همدې مهال لپاره پیدا شوي دي او وروستي نسلونه هم له دې ځمکې، اوبو، هوا، ونو او نورو څیزونو څخه حق لري او د انسانانو کارېدنګ باید د اسراف په ډول نه وي؛ داسې نه وي، چې نسلونه کرکه وکړي.

پېغمبر ص د نظافت په باره کې فرمايي: الله ج ځمکه پاکه پیداکړې ده او تاسې یې هم پاکه وساتئ . د سورت هود په ۶۱ لمبر آیت کې راغلي دي: الله ج تاسې په ځمکه کې پیدا کړي يئ ، تاسې یې د ځمکې رغولو او آبادولو ته پرېښودئ. همدارنګه اوبه یو د پنځ د څرګندویانو د سرلیک په ډول چې پکارده له ککړتیاوو څخه خوندي پاتې شي د اسلام د پاملرنې وړ ده. له قرآنکریم څخه لاندې آیت د بشر په ژوند کې د اوبو چار او اهمیت ته نغوته لري.

د سورت انبیاء ۳۰ آیت : ټول څیزونه مو له اوبو څخه ژوندي کړي دي. نو بیا د ګیاه، ژوي او انسان ژوند په اوبو پورې تړاو لري، له بل پلوه، د اسلام په دین کې د ( لاضرر و لاضرار فی الاسلام) قانون شتون لري چې د هغه پر بنسټ وګړي یا وګړو ته په هېڅ وجه زیان  رسول روا نه دي او نبي ص په کلکه هغه منع کړي دي، هره ورځ د چاپېریال ککړتیا د ټولنې د وګړو روغتیا ته ښکاره لاسوند(مصداق) د ضرر نه رسولو ګڼل کیږي. د چاپېریال کړکېچ چې په اوس مهال کې د ډېریو هېوادونو تتۍ نیوي دي.د اسلام دین له پنځ څخه او پر انسان د چاپېریال نړۍ او خپله انسان، ځانته ځانګړی تعریف لري چې کولی شي د بشر د تربيتي او اخلاقي سمون له لارې څخه ، د نن ورځې د چاپېریالي ژوند د ربړو حل لار وي. له پورتنیو موخو څخه مو موخه هغه نه دي. چې بېرته څټ ته وګرځو؛ بلکې اخطار ورکوو چې خدای مه کړه لامل یې د موخې ځایناستی نه کړو.اقتصاد، فزیک او ټیکنالوژي د ژوند لپاره ضرور ده؛ مګر موږ د هغو لپاره ژوند نه کوو.

د چاپېریال د کړکېچ لپاره حل لاره په دیني اراده کې دی چې په هغه جاج کې د انسان اړیکه له پنځ سره او د هغه حاکمیت له پنځزیزو سرچینو څخه د کارېدو پر پروسې باندې یې له سره نوی تعریف کړی دی.پدې مانا چې انسان د بڼوال په څېر داسې عقلمندانه عمل وکړي چې د خپل ژوند د چاپېریال د کیفیت تباه کولو پرځای، هغه بډایه او ښېرازه کړي.

له یوه دیني ملاتړ څخه پرته د چاپېریال ساتنې ته د خلکو رابلل به، بې اغېزې وي. او په همدې لاسوند پکار ده کوښښ وشي تر څو د چاپېریالیز ژوند ویجاړوونکي لاملونه د ایمان او تقوا په رڼا کې لرې شي.

د پورتنيو څرګندولو ته په پام کې نیولو سره لید ته راځي، که ساتنیزې او پایښتیزې سپارښتنې؛ پر دیني اصولو ورغول شي، د کلک پلیکېدو له ضمانت څخه به برخمن وي او شک نشته چې په راتلونکي کې دومره لرې نه، له چاپېریال څخه د ساتنې پوهه هم د نورو علومو په شان د ډېریو پټو رازونو او ظرایفو ته به لاسرسی پیداکړي.

Add a Comment

Your email address will not be published.