فوسیلي سونګ توکي( نفت، طبیعي ګاز او د ډبروسکاره) او د هوا په ککړتیا کې د هغو چار

فوسیلي سونګ توکي، چې نفتي محصولات(لکه: پټرول او ډیزل)، طبیعي ګاز، ډبروسکاره او داسې نور په کې نغښتي دي. له پېړیو راهیسې د مړو عضوي توکو له نیمګړي تخریب څخه رامنځته کیږي( په ټولیزه توګه نباتات او سمندري ژوندي موجودات) او د نړۍ ۹۰ سلنه اړتیاوړ لګښتیزه ځواکمنتیا تیاره وي. فوسيلي سونګ توکي د نه تجدید کېدو وړ له سرچينوڅخه دي.په دې مانا، چې دا به له لنډ مهال څخه وروسته پای ته رسیږي او نور به ونه موندل شي. مګر مخکې له دې چې دا سرچینې له یوه فوق العاده ککړتیاوو سره پا ی ته ورسیږي، چې تولید یې د انسان ژوند له راز-راز ستونزو سره مخامخ کوي. بې

له شکه ، د انرژۍ همدا منابع د انساني صنعت د پرمختګ یو له لاملونو څخه وو. ولې دا هم رښتینې ده، چې په مقبل ټکي کې، فوسیلي سونګ توکي په تدریج د ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه د انسانانو ژوند سې له اړینو خطرونو سره مخامخ کړی دی.

فوسیلي سونګ توکي، چې په ورځني ډول په ډېرو موټرونو، ماشین آلاتو او کارخونو کې د کارېدو وړ ګرځي، یو له اصلي توکو د هوا له ککړوونکو څخه ده، چې په ځانګړې توګه په ګڼ مېشتو ښارونو کې ، لکه: چې د کابل ښار ګڼل کیږي. د فوسیلي سونګ توکو په ترکیب کې د دوو کیمیاوي توکو شتون، چې له سوځېدو وروسته په فضاء کې آزادیږي او بیا له یو لړ کیمیاوي تعاملاتو وروسته، د مرکباتو په جوړښت کې رامنځته کیږي. په ټولو ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه په انسانانو باندې ډېرې خطرناکې اغېزې پرېږدي. د دې مرکباتو شتون، د هوا طبیعي جوړښت، چې له نایتروجن(2N )، اوکسېجن(2O )، کاربن ډای اوکسایډ(2CO ) او نجیبه ګازاتو څخه دي. لکه : نیون (Ne ) چې هوا ککړه وي او د شنو خونو ګازونه دا توکی (پدیده) را منځته کوي، د تېرابي اورښتونو لامل کیږي، د ځمکې د کرې د تودېدلو او د نړۍ په سطحه د هوا(اقلیم) د بدلون لاملیږي او په پایله کې د ژوندیو موجوداتو ژوند په خطر کې اچوي. لاندې په لنډه توګه د هوا د ککړتیا په باره کې، چې فوسیلي سونګ توکي را منځته کوي او هم چې منفي اغېزې د ژوندیو موجوداتو په ژوند اچوي، ور باندې ویېنه کوو.

کاربن ډای اوکسایډ(2CO )

کاربن ډای اوکسایډ(2CO ) د هوا یو له ککړوونکو توکو څخه ګڼل کیږي، چې په ماشین آلاتو او کارخونو کې د فوسیلي سرچینو سونګ توکو له کارېدو څخه رامنځته کیږي. دا مرکب ، په طبيعي بڼې سره ، په لږ کچ  د ونو او د ځنو نورو بوټو(نباتاو) پر وسیله تولیدیږي. ولې له بریده څخه ډېر تولید د دې مرکب په اتموسفیر کې د هغه ټولون (تراکم)، اوس د چاپېریال د یوې سترې ربړې لامل شوی دی.

د نایتروجن اکسایدونه

د هوا له ککړوونکو څخه یو بل د نایتروجن اوکسایدونه دي. چې دا مرکبات د فوسیلي سونګ توکو له سوځېدو څخه را منځته کیږي. دغه مرکبونه ، د تېزابي ورښتونو بنسټ رغوي. چې ټولو ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه انسانانو ته زیانونه رسوي په انسانانو باندې د دې مرکباتوچاپېریالیزې اغېزې متغییرې دي او د هغو له ټولګې څخه د سترګو، پوزې ، ستوني، سږو حساسیتونه او د آنفولانزا له ټولګې څخه په وایروسي ناروغیو د اخته کېدو زیاتوالي، چې د سالنډۍ او شنې ټوخلې په شان د نوموړو ناروغیو لاملېږي.

سلفر ډای اوکسایډ (SO2 )

دهوا له ککړکوونکو توکوڅخه يو بل سلفر ډای اوکسایډ دی، چې د فوسیلي سونګ توکو هغه سرچینه،لکه: د ډبروسکاره اود المونیم کاغذ د تولید کارخونو د ماشینونو د تېلو سوځېدنې دي، چې په هوا کې د دې تړنګ(مرکب) شتون، تر شا یې خطرناک تېزابي ورښتونه لري، چې ژوندیو موجوداتو په خاص توګه ا نسا نانو او نباتاتو ته ډېر زیانونه رسوي، هغه وګړي چې د سا لنډۍ او د زړه په ناروغۍ اخته دي او همدارنګه ماشومان او زاړه ډېری د دې مرکب د خطرونو په معرض کې ځای لري.

هایدروکاربونونه

له کاربن او هایدروجن څخه جوړ شوي دي، چې معمولاً د طبیعي ګاز سوځېدو او تجزیه کېدو څخه په هوا کې خپريږي. دغه مرکبات د لمر له رڼا سره په تعامل کې ، د بړاس او لوګي د جوړېدو لاملیږي. انسان د سوځېدنې نقلیه وسایطو او د صنعتي کارخونو څخه په کارېدنې، د ګازونو په تولید کې لوی چار(نقش) لري.

اوزون

د هوا ککړوونکي، لکه: د نایتروجن اوکسایدونه په هوا کې د یو لړ کیمیاوي تعاملاتو لاملیږي، چې د اتموسفیر په ښکته طبقه کې د اوزون د جوړېدو لامل کیږي . په دې طبقه کې د اوزون شتون د ناروغیو ښکارېدو سبب کیږي او د انسان په تنفسي سیستم کې د حساسیتونو لاملیږي او د نباتاتو وده کمیږي.

د ځمکې د کرې تودېدل

ګازونه، چې د فوسیلي توکو څخه د کارېدنې په پایله کې را منځته کیږي . لکه کاربن ډای اوکسایډ او د نایتروجن اکسایدونه، چې لمر یې ځانته جذبوي، او په دې توګه د ځمکې هوا توده وي، چې دا پدیده د شنې خونې پدیدې په نوم یادوي. د ځمکې د تودېدو پدیده د نړۍ په سطحه د اقلیمونو په تغییر سره، د شمال په قطب کې د یخونو ویلېدلو، توپانونو، سونامیانو، وچکالیواو د نورو لاملیږي.

اسیدي ورښتونه

د نایتروجن اکسایدونه او د سلفر اکسایدونه د اسیدی ورښتونو منشاء جوړه وي. دغه اکسایدونه د فوسیلي سونګ توکو د سوځېدلوپه پایله کې را منځته کیږي، دا اوکسایدونه د اوبو له بړاسونو او اوکسیجن سره په اتموسفیر کې ترکیب شوي او د سلفوریک او نایتریک د تېزابونو د جوړېدو لاملیږي. دا تېرابونه له اورښت سره یوځای ځمکې ته راځي او خپلې منفي اِغېزې پر انسانانو، ژویو او نباتاتو پرې باسي، د ساري په توګه شونې ده،چې د ساییز سېسټم ستونزې را وپنځوي. په انسانانو کې د سر د ویښتو رژېدنه، د مجسمو او تاریخی آثارو تخریب یادولی شو.

په ټولیزه توګه دارنګه کولی شو، چې پایلنیوی وکړو، چې تر اوسه د هوا د ککړتیا اصلي لامل له فوسیلي سونګ توکو څخه په صنعت، لېږد، رالېږد او نورو کې کارېدنه ده. د کابل ښارکې ، له برید(حده) څخه ډېره د موټرونو ټولون، له بې کیفیته سونګ توکوله سرچینو څخه ، د چاپېریالي قوانینو نه رعایت او له طبیعي سرچینو څخه په پرله پسې توګه کارېدو څخه د ټولنې نه پوهاوی، اړینه ده تر څو مختلف بنسټونه ، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعالیت کوي، د چاپېریالي قوانینو په را منځته کېدو باندې، د چاپېریال له ارزښت څخه ټول پوهاوی، د سونګ توکوکنترول کوونکو بنسټونه را پنځول او د چاپېریال ساتنې هڅوب(فرهنګ) بنسټیز کولو باندې په ټولنه کې تمرکز کول، تر څو یو خوندي او سالمتر چاپېریال ولرو.

Add a Comment

Your email address will not be published.