په پکتیا ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه
د چاپېریال او طبیعي سرچینو څار شبکې د اړیکو دفتر په همکارۍ د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د عقرب په ۱۰ مه نېټه د ځنګلونو د اهمیت او د هغې د ساتنې د مناسبو لارو چارو په اړه د پوهاوي یو ورځنی پروګرام جوړ کړ. په ياد شوي پروګرام کې د ټولنې له بېلا بېلو څانګو څخه څه دپاسه ٨٥ تنو لکه د ځنګلونو د تنظيم د انجمن استازو د بېلابېلو ولسواليو څخه، قومي مشرانو، استادانو او د پوهنتون محصلينو برخه اخيستې وه.
د دې پروګرام موخه د چاپیریالیزو مسلو په ځانګړې توګه د ځنګلونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول وو. د دغه پروګرام په ترڅ کې د ځنګلونو د ساتلو، د ځنګلونو له اقتصادی ارزښت او د اسلام له نظره د ځنګلونو د اهمیت په اړه د شبکې غړو له خوا مسلکي او علمي پریزنټیشنونه وړاندې شول. ګډونوالو د پروګرام په اوږدو کې د آزاد بحث او ډله ایز کار په ترڅ کې د ځنګلونو ویجاړتیا د عواملو او د مخنیوي لارو چارو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو په پکتيا ولايت کې د يادې شبکې د نوښت ستاينه وکړه او غوښتل يې چې د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره د پوهاوي نور پروګرامونه په لاره واچوي.