د اوزون طبقه، د چاپېریال ساتنې سپر
په اوسنۍ نړۍ کې د چاپېریال موضع او دهغه اهمیت د بشر په ژوندانه باندې یو له جدي ترينو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. د چاپېریال ساتنه او له تخريبېدو څخه یې مخنيوی، هغه موضع ده چې د ننۍ نړۍ انسان یې دېته مجبور کړی ده ترڅو شاوخوا محیط ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. دغه نننۍ توجو محیط او شاوخوا ته د انسان لاسرسی نده محدد کړی، بلکې انسان مجبور ده، چې د چاپېریال له حالت څخه د غورې ساتنې او د انسان او محیط د روغتیا لپاره د پخوانیو اقداماتو سربېره چې د ځمکې پر مخ شوي دي لا توجو وکړي.
د ځمکې د کرې د هوا اړوند یو لړ چاپېریالي څېړنو او کړنو ته هم اړتیا شته چې باید ترسره شي، دا غوره ده مخکې لدې چې ځمکې پورې اړوند هوا ته مراجعه وکړو ، راځئ باید په لنډه توګه د ځمکې د وېش او د هغې مشتقات وپېژنو. د ځمکې د پېژندنې د علم له نظره، دغه کره په کلی توګه په څلورو برخو وېشل کېږي، چې عبارت دي له: د کرې تيږه ( لیتو سفیر) ، د کرې اوبه (هيدو سفیر) ، د کرې هوا (اتوموسفیر) او بیو سفییر څخه. په بعضې تازه طبقه بنديو کې، د کرې یخ هم د دغې طبقه بندي یوه برخه بلل شوې ده. زموږ اوسنی بحث د طبقه بندي بحث نده، نو ځمکې د مشتقاتو او طبقه بندي په همدغه لنډه یادونه بسنه کوو. اما هغه څه چې باید وویل شي، د چاپېریال پوهې له اړخه هر یو د دغو برخو په یو نه یو ډول په ایکوسیتم کې شاملې دي چې په عمومي توګه چاپېریال جوړوي. مختلف ایکوسیستمونه په ځانګړي ډول او ساختار او خپل ځانته مربوطه برخه ده.
په اوسنی بحث کې اصلي موضع د اوزون د طبقې په نوم پديده ده چې د ځمکې د کرې د هوا (اتوموسفیر) څخه عبارت ده.
د ځمکې د کرې د فضا یو له مهمو برخو څخه د اوزون طبقه ده چې د ژوندانه او چاپېریال لپاره د ځمکې په کره کې ډېر ارزښت لري. اوس بنسټيزه پوښتنه دغه ده چې اما موږ تر اوسه پورې د اوزون په طبقه پوهېږو؟ ایا د اوزون طبقې له ارزښت څخه خبر یو؟
د اوزون طبقه څه شی ده؟
د اوزون طبقه یوه ساتونکې حساسه طبقه ده، چې له یو ډول طبيعي ګاز یعنې درې اتومه اکسېجن(O3)څخه جوړه شوې ده، او د کرې د هوا په برخه کې له ۲۵ څخه تر ۴۰ کیلومتره په لوړوالي کې پیداکېږي. په همدغه لوړ والي د اوزون ګاز (O3) د ځمکې د کرې په ګردچاپېره یې یوه طبقه جوړه کړې ده. چې دغې طبقې ته پوهان د اوزون طبقه وایي، په ټوليزه توګه ویلی شو چې د اوزون طبقه د لمر د موضرو ، ويجاړونکو او له انرژي ډکو ماورا بنفش وړانګو د یو فلتر په توګه د ځمکې کره د هغو له ويجاړونکو موجونو له اغېزو څخه خوندي ساتي.
د اوزون د ګاز خاصیت
اوزون د یوناني کليمې (اوزین) څخه چې معنا یې بوی کول دي، اخيستل شوې ده، ځکه چې اوزون تېز او بد بوی لري، چې حتا په خورا ډېر کم مقدار سره هم محسوس کېږي. اوزون له اکثره کيماوي مرکباتو سره په ډېرې چټکتیا تعامل کوي، او د اوزون د توليد لپاره عموماً د برېښنايي چارجونو خاريجېدلو، د صنعتي پروسس، د اوبو او هوا تصفیه کولو، د ټوکرانو په سپينولو او غذایي حاصلاتو کې ځينې ګټه اخستل کېږي.
اوزون معمولاً نا پایداره ده، او په ډېرو ځایونو کې د ميکروب وژونکي او پاک کوونکي په توګه عمل کوي، اوزون د ځمکې له مهمو ګازونو څخه شمېرل کېږي.
د پوهې خط وکي پيدیا انټرنيټي پاڼې د اوزون تعریف داسې کړی ده : ((اوزون یوه یوناني کليمه ده چې د (بو) په معنا ده په خاصه توګه په تېز بوی دلالت کوي ، د اوزون ماليکول درې اتومه اکسېجن ده، او د اکسېجن ماليکول دوه اتومه اکسېجن ده ، اما په یو اتوم اکسېجن کې پدغو دوو ماليکولونو بنسټيز توپيرونه منځته راغلي دي))
د اوزون طبقه او د ژوند موضع
ساینس پوهان او څېړونکي چې د اوزون طبقه یې له لوړو ارتفاعاتو څخه ليدلې ده وایي چې، که له فضا څخه د ځمکې کرې ته وکتل شي، یوه باريکه ابي رنګه پټه چې د ځمکې شاوخوا یې نيولې ده، توجو مو ور اړوي. د ساینس پوهانو په وینا چې له فضا څخه یې ځمکې ته یې توجو کړې ده او همدارنګه د انځورونو پر بنسټ چې فضایي ماهواري ځمکې ته لېږلي دي ، دغه ابي او باريکه پټه په حقیقت کې همغه د اوزون طبقه ده. د اوزون طبقه چې د ځمکې پر مخ ژوند برابروي ، تر هغه چې موږ پوهېږو، ژوند یواځې د اوزون د طبقې له پوښښ پورې تړلی ده، د اوزون د طبقې په نه شتون سره ژوند د ځمکې پر مخ نا ممکن ده. خو د لمر په رڼا کې ځينې داسې ارتعاشات (یعنې هغه ذرات د لمر لخوا خپرېږي) وجود لري چې د ماورای بنفش په نامه یادېږي، چې د ژوندانه لپاره په جدي توګه خطرناکې دي. که د اوزون طبقه نه وي نو ټول ذرات(ارتعاشات) او د لمر پروتونونه به د ځمکې مخ ته رسېږي ، نو په هغه وخت کې به د ځمکې پر مخ ژوند امکان ونه لري. ځکه چې د دغو پروتونونو زیاته کچه مرګونې انرژي د ژوندیو موجوداتو خواته انتقالوي. له ښه مرغه یواځې په کمه کچه د لمر ماورای بنفش رڼا د ځمکې سطحې ته رسېږي.
همدارنګه ساینس پوهانو ویلي دي، هغه وخت چې باران اوري او تالنده او برېښنا منځته راځي، نو انسان په ساه وېستلو کې د ارامتیا احساس کوي او پاکه هوا تنفس کوي، لامل یې داده چې تالنده او برېښنا د ځمکې پر مخ د اوزون د ګاز د توليد لامل ګرځي او د اوزون ګاز هوا تازه کوي.
د اوزون د ګاز یو بل خاصیت او ځانګړنه د اوبو ضد عفوني کول دي هغه اوبه چې موږ یې څښو په زیاتو مواردو کې مضره توکي او انتانات لري او ښه خوند هم نه لري، اما د اوزون ګاز ککړې اوبه پاکوی، د اوبو رنګ او مزه اصلي حالت ته راولي.