په خوست ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د چاپېریال او طبیعي سرچینو د څار شبکې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وږی میاشتې په اتمه نېټه د خوست ولایت په مرکز کې د ځنګلونو د ساتنې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړه. په دې پروګرام کې له بېلابېلو ولسوالیو څخه څه باندې ۷۰ تنو د ځنګلونو د مدیریت د اتحادیې استازو، قومي مشرانو، استادانو او د پوهنتون محصلینو برخه اخیستې وه.

د دې پروګرام موخه د ځنګلونو د ساتنې د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د دې ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي لپاره د خلکو هڅول وو. په دې پروګرام کې دځنګلونو اقتصادي اهمیت، د ځنګلونوچاپېریالیزاهمیت او د اسلام له نظره د ځنګلونو اهمیت په اړه علمي پریزنټیشنونه وړاندې شول. ګډونوالو د پروګرام په اوږدو کې د ازاد بحث او ډله ایزو کارونو په ترڅ کې د د ځنګلونو د تخریب عواملو او د هغه مخنیوي په اړه خپل نظریات شریک کړل.

Add a Comment

Your email address will not be published.