د طبیعت ساتنې نړیوالې ورځې لمانځغونډه

د جولای ۲۸مه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې په ټوله نړۍ کې د چاپېریال ساتنې په موخه لمانځل کېږي. د دې ورځې د لمانځلو موخه د طبیعت، ځنګلونو، آب او هوا، او د ښاري کلتور ساتنه او وده ده.

د نفوس زیاتوالی او د ټیکنالوژۍ چټک پرمختګ د ځمکې ژوند ګواښلی دی. د خلکو لپاره د استوګنې ساحې رامینځته کولو لپاره د ځنګلونو تخریب او د انسانانو لخوا د طبیعي زیرمو ډیر کارول، د نړۍ تودوخې، د وحشي ژوو د استوګنځایونو ویجاړول، او د اوبو او هوا ککړتیا لامل شوي.

په همدې موخه د اړیکو دفتر (TLO) او د چاپېریال او طبیعي سرچینو د څار شبکه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد په شپږمه نېټه د بابر بڼ په ملکه ماڼۍ کې د طبیعت د ساتنې نړیواله ورځ ولمانځله. د دې پروګرام اصلي موخه د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په ګډون د طبیعت او چاپیریال په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د هیواد د چاپیریال ستونزو او مسایل، د اوبو او هوا ککړتیا، او د شنو ساحو نشتوالي په اړه د مسؤلو بنسټونو، کارپوهانو او د چاپیریال ساتنې فعالانو ته د بحث فرصت برابرول ول. په دې پروګرام کې د دولتي بنسټونو مسوولینو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د کرنې وزارت، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو، د چاپېریال ساتنې بنسټونه او فعالین، او همدادنګه خصوصي سکتور برخه اخیستې وه. د پروګرام په لړ کې د پوهنتون د استادانو او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له خوا د دغې ورځې د اهمیت په اړه  او د طبیعي سرچینو څخه د دوامداره ګټه اخیستو په اړه معلوماتي او علمي پریزنټیشنونه وړاندې شول او د دې موضوع په اړه د متخصصینو له خوا په بحث سره پروګرام پای ته ورسېد.

Add a Comment

Your email address will not be published.