وژونکي او آرام زهرجن سرب
ټول لږ و ډېر پوهیږي،چې ډېرې اغزې د دوړو او ګردونو / ډېر ساده بادونو او چټله هوا پر انسان باندې اچوي. د انسان پر ساییز سیستم ، د پوزې او د سترګو مخاط باندې دی. په اوږدو مودو کې دوړې او بادونه پر اشخاصو باندې، چې د دې پدیدې پر ځای کې شتون کله-کله د سونګ توکو د کارېدلو د زیانونو په اړه، چې په هغه کې زیاته اندازه سرب هم شتون لري، دا سرب څه اغېزې کولی شي، چې د انسانانو په روغتیا پرېږدي. په لومړیو کې ښه ده، چې پوه شو، سرب څه شی دی؟
سرب ایرې رنګې اوبیز ته ورته فلز دی، دا فلزونه د ډېر کارېدو په سبب هغه په صنعت کې د نړۍ د یو چاپېریالونو چټلوونکو څخه ګڼل کیږي.
دا فلز د وړو ذرو په بڼه له دوړو او لوګي سره په هوا کې زوړند پاتې کيږي او د انسان خوړو او اوبو ته هم ورتلی شي، سرب هم د انسان په بدن کې هېڅ ډول روغتیایي فعالیت نه لري. ولې کولی شي ډېری زیانونه ولري. سرب د بدن د پروټینونو په نسجونو کې جذبیږي او خپل ډېری زهري اغېزې پر دماغو اچوي. سرب په حجرو کې د کلسیم ځای نیسي او دبدن د غړو فعالیت چې کلسیم په هغه کې آریز چار لري، د عصبي حجرو اړیکې یو د بل سره ګډوډ کوي او له ټولو حجرو سره یې ضیف کوي او د زړه په نظم کې د ټکان او د عضلاتو انقباض او همدارنګه د هدوکو روغتیا او د وینې پرېړ مهال او د ګردو فعالیتونو اختلال رامنځته کوي.
انسانان په ورځني ډول د سربو د ډېرو کمو کچو څخه، د ټولو ککړوونکو په شان د خوړو او اوبو د لګښت له لارې څخه تړاو لري مګر هغه څه چې ټول تر یوه بریده پوهېږي د سربو شتون دا په هوا کې آرام زهرجن وژونکي چې هر څومره د هوا د ککړتیا کچه ډېره وي په هغه کې ډېری سرب هم شتون لري.
سرب یو له ډېر د پایښتي او خپرېدو وړ د چاپېریال له درنو فلزاتو څخه دی او د اړیکې او د کافي جذب په اکر کې کولی شي د انسانان لپاره مسمومیت زېږدی وي. په دې سبب چې په هېڅ ګټه / د ژوندنیز غونډال(سیستم) کې پېژندل شوی اړین کار کړن(عملکرد) نه لري. باید وګړي له سرب سره د ډېرو مخامخ کېدو څخه ځان ساتنه وکړي او عامو وګړو ته د وګړیزو عاداتونو په برخه کې روزنه ورکړي تر څو دې موخې سره مرسته وشي. سرب او اضحا په لویه کچه کې د مرکزي عصبي په منفي اغېزې اچولو ځواکمن دی ولې د ګڼ شمېر بې لارې کوونکو لاملونو له توسن، چې د ماشومانو په کړو او ذکا باندې اغېزه پرېږدي. سخته ده، چې وکولی شو راښکوني کړنلاریزې اغېزې د مسمومیت له لیده وپېژنو.
له دې اکره سره ښه ده، چې پدې اړه لږ خبرتیا هم ولرو. د پوهانو په وینا: د هوا ککړتیا د نقلیه وسایطو د تلو و راتلو څخه پیداکېدونې ده، په ماشومانو کې یو د کافي ودې د نه شتون له لاملونو څخه ګڼل کیږي دوی وایی:(( د هوا ککړتیا د مور په ځیلانځ کې کولی شي د جنین پر وده اغېزه پرېږدي.))
د دې پوهانو موندنې ښيي، شونې ده چې د هغو میندو نوزوکړو نا کافي وده د دوه ځانۍ په لومړیو او وروستیو کې، چې د هوا د ککړتیا په ښودځای کې ځای ولري، ډېر دي. په ډېره ساده ژبه کولی شو، ووایو، چې د هوا ککړتیا سختې اغېزې کولی شي، د انسانانو په روغتیا او په خاصه توګه په ماشومانو او په دوه ځانو مېندو ولري.
د کافي ودې نشتون او ذهني معلولیتونه په جنین کې کولی شي د هوا له ککړوونکو اغېزو څخه په خاص توګه د سرب شتون وګڼل شي. له سرب سره د ماشومانو اړیکې په یادولو کې، د ذهني وروسته پاتېدو، د لیدنیزو او اورېدنیزو زیانو لاملیږي ان د سربو کمه اندازه سخت خطرونه تر شا لري، چې د مهال په اوږدېدو کې ذهني اغېزې څرګندیږي. په بدن کې د سربو شتون، د مغز ووب ښه والی او جوړول يې وروسته له مغزی زیان څخه ټکنی کوي او د چنګاښ د ښکارېدو لاملیږي، د وینې فشار او د عصبي ګډودي په زیاتوالي کې ستونزې پیداکوي. په حافظې او تمرکز منفي اغېزې پرېږدي او د غړو او بندونو د درد لاملیږي.
سرب چېرې موندل کیږي
ـ رنګونه :د کورونو په رنګونو په ځانګړې توګه په پخوانیو ځایونو کې، سرب شتون لري.
- د څښلو اوبو: په ځنو کورونو کې له نل دوانۍ / د هغو ویلوب څخه له سربو کار اخیستل شوی دی.
- لوبتوکي او د ساتېرۍ توکي: د ځنو لوبتوکو په رنګونو کې له سربو کار اخیستل شوی دی.
- خوړن لوښي: چیني لوښي، سفالي ګري د قیمت ارزانه پرسیلین او همدارنګه شونې ده ، چې کریستالي لوښي سرب لرونکي وي.
په همدې لاسوند کولی شو، چې ووایو : د لوښو پخول او لوښي چې د خوړو توکو سره په تړاو کې دي، د خوړو په څرنګوالي او روغتيا باندې اغېزه اچوي. له سربو سره مسمومیت کېدلی شي د تنفس له لارې دوړې او ګرد ، د کارلوښو او د تېلو د ټانک هوا، د لویو او ګڼه ګڼو سړکونو په څنډو کې ژوند کول او د ګڼه ګڼو پلونو لاندې د ماشومانو په لوبو کې څرګنديږي. سره له دې چې د سرب لرونکو تېلو لګښت مخ کمېدو دي، ولې تر دې دمه له ککړوونکو لاملونو څخه شمېرل کیږي. د کورونو د دېوالونو او د ورو د چوکاټونو د رژېدلو رنګونو چې د نوپلیو ماشومانو په لاسرسي کې او همدارنګه چټل لوبتوکي د هغو د مسمومیت لامل وي. د سربو زوړنده ذرې کېدلی شي د خوړو او هوا له دواړو لارو څخه بدن ته داخل شي. په هوا کې شته سرب تر ۵۰ سلنه د تنفس له لارې، ویني ته جذبیږي. په داسې اکر کې چې په اوبو او خوړو کې د شته کولمییزو سربو جذب، ۱۱ سلنه دی. خالي ګېډه او همدارنګه غوړ خواړه د سربو جذب ډېره وي. له لویانو څخه د کوشنیانو د کولمو جذب ډېر دی او کېدی شي تر ۷۵ سلنه ته میده شوي سرب ورسیږي. په وګړو کې د خوړو له نیمګړتیا سره، د اوسپنې او کلسیم کمښت ، د سربو د جذب چټکتیا ډېره وي. له دې اکر سره د پوهانو نویو څېړنو پایلې ښیي ځنې ککړوونکي کولی شي د انسان روغتیا ته زیان ورسوي، چې کلونه وروسته له هغه چې وګړی د هغې ککړوونکې مادې په ښودځي کې شتون درلود، ځان وښیي.
دا څېړنې ښيي، چې د سربو په ښودځي کې درېدل د مغزو عمر پېنځو کالو څخه واقعا له هغه څه څخه ډېر دی، پورته وړي.
دا ټکی ښيي، هر څومره چې له ۲۰ کالو څخه ډېر پخوا د چاپېریال د سربو کچه یو ناڅاپه لږ والی موندلی، بیا هم د هغو د آثارو پراخې اغېزې پاتې دي. د دې پوهانو په وینا د طبيعي زړبودۍ د هغه څه له برخې څخه ویل کیږي. په حقیقت کې له ډېرو چاپېریالیزو لاملونو څخه د سرب په شان پیدا کېدونی دی. د سرب مالګې د موټرو له لارې چاپېریال ته دننه کیږي. لویې ذرې پرته له واټنه د ځمکې پرمخ کښېني او برسېرنه خاورې او هوا ککړوي او ډېرې وړې ذرې د هوا له لارې لرې واټنونه وهي په هوا کې پاتې کیږي. له دې سرب څخه ځنې ، د ورښت په مهال کې ځمکې ته ور ګرځي. د سربو پېر د طبیعي پېر په پرتله د بشري فعالیتونو په اغېزه کې ډېر پراخ شوي دي.په ټوله نړۍ کې د سربو د ککړتیا همدا لامل شوی دی.
یوازې د سربو والا تېل نه دي، چې په چاپېریال کې د سربو د غلظت د ډېروالي لامل کیږی. نور بشري کارندویانې لکه: د سونګ توکو سوځېدنه، د صنعتي محصولاتو او جامدو کثافاتو سوځول هم د چاپېریال له سربو سره د ککړتیا لاملیږي.
پدې اکر سره د ډاکټرانو او څېړندویانو سپارښتنه په دې ده، چې خلکو ته په کار ده په آزاده هوا کې د شېدو او، اوبلنو لګښت دې زیات کړي، ځکه شېدې د دې لاملیږي تر څو ښکاره شوی سموم له چټلې هوا څخه بدن ته ډېر کم جذب شي . همدارنګه اوبلنو څخه کارېدنګ هم د بدن د سموم د دفع کېدو لاملیږي.